IQNA

د زده  کونکو  د قرآن په نړیوالوسیالیوکې انعکاس(فیلم)

14:22 - February 19, 2024
د خبر لمبر: 3488743
ایکنا- د ایران د قرآن د نړیوالو سیالیو دوهمه ورځ په داسې حال کې ترسره شوې چې په دغه ورځ د ځينو کارپوهانو له خوا د لویانو او زده کونکو د قرآڼ د سیالیو د یووخت والي د اجرا  په باب یوه پوښتنه مطرح شوه.

ایکنا نیوز راپور راکوي،د ایران د قرآڼ د نړیوالوسیالیو د څلویښتم پړاؤ دوهمه ورځ ددغو سیالیو د لومړۍ ورځې په اپوټه چې له ماسپښین وروسته پیل شوې وې،په دوهمه ورځ او د میرمنوپه برخې کې د سیالیو  پيلیدا ته په پآم سره  له سهاره پيل شوې او د ماښام تر نهو بجو پورې ئې دوام درلود.

 په دغې ورځې  د سهار په برخې کې د لویانو  په برخې  کې  اوو ګډون کونکو او د زده کونکو په برخې کې هم څلورو ګډون  کونکو پشمول  د میرمنو په برخې کې یولس ګډون کونکي وو. په دغې مرحلې کې  ک ه څه هم  ګډون کونکي ، دایران ،عراق، تایلینډ،ترکیې ،سورئې ،بنګله دیش ، موریتانیا، او جرمني هیوادونو څخه وو، خو  د زده کونکو په برخې کې  د  ایرانیو او عراقی  ګډون کونکو ترمینځ سیالۍ سره ډيرې نزدې وې.

 د ماسپښین  په نوبت کې هم د لویانو  په برخې کې د لسو ګډون کونکو او د زده کونکو په برخې کې د څلورو ګډون کونکو پشمول  څوارلسو کسانو سره سیالۍ وکړې .د سړیو په برخې کې د سیالیو د ا جرا په مینځ کې د ایران دوو قاریانو  یعنيمهدي اکبري زرین او اسفیداني  د کلام الله مجید  د څو آیتونو تلاؤت وړاندې کړ.

پر هادی اسفیداني سربیره د تحقیق د قرائت  د څانګې د ګډون کونکو  ترمینځ  دافغانستان نماینده هم ډير په زړه پورې تلاؤت وړاندې کړ، همداراز  د کومور  هیواد استازي  هم  له هغو تمو ورآخوا چې  د دغه هیواد دتلاؤت له سوئې  کیږي، ترسره کړ.

 د  ټول  قرآن کریم د حفظ په څانګې کې هم د زده کونکو په برخې کې د بنګله دیش نماینده او  د لویانو  په برخې کې د عربستان او فلسطین  نمایندګانو  هم  له خپلې  خوا ډير پياوړی حفظ  په ښه انداز سره تلاؤت وړاندې کړ او که په غوره کسانو کې د  دوي نامه ولیدل شي، نو هیڅ د حیرانتیا خبره نه ده . البته تراوسه پورې  په دغې مرحلې کې   نیمو  ګډون کونکو  خپله اجرا نه ده ترسره کړې او د  د ګمانونو  فضا ته د نزدیکیدا لپاره باید دراتلونکو شپو ورځو په تمه ووسو.

د سیالیو په دوهمه ورځ هماغه شان  د زده کونکو د سیالیو  په هال کې د حاضرو کسانو  د  پام وړ شمیر کتونکي وو. هغه زده کونکي چې  دهغوی په سترګو کې له قرآن کریم سره  مینه او ګروهنه  څپې وهي ، دغه زده کونکي د تهران ښار او شاوخوا ښارونو  د سوئې د مختلفو  ښونځيو څخه  له خپلو مربیانو او روزونکو سره یو ځاي  ددغو نړیوالو سیالیو دلیدو لپاره  راغلی وو، او د اسلامی هیوادونو د سرمشریزې  د هال فضا ته ئې یوه خاصه ولوله  او احساس ډالۍ کړی ؤ.

 د سیالیو په دغه پړاؤ کې  هره ورځ  د سیالیو په هال کې  د  حاضرو کسانو څځه ۲۵ کسانو ته  په قره کشۍ کې عتبات عالیاتو ته د سفر د لګښت مرستې  ډالۍ کیږي.

https://iqna.ir/fa/news/4200425

captcha